د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

په ننګرهار کې هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي


د جلال‌اباد په ښار کې وروستیو هدفي وژنو د دې ښار خلک اندېښمن کړي او په خبره‌يې دوی خپل ځان خوندي نه‌احساسوي.

دوی وايي، روانه اوونۍ په جلال‌اباد ښار کې په رڼا ورځ دوه تنه د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا ووژل شول.

د ښاريانو په خبره که حکومت په ښار کې د دغو ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدام ونه‌کړي، نو د ښار امنیت به هم د لیرو پرتو سیمو په څېر شي.

د جلال‌اباد ښار دوو تنو اوسېدو محمد زبیر او افتخار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"هدفي وژنې زیاتې شوې دي په دې نیږدې وخت کې موږ د هدفي وژنو څو مثالونه لرو، اکثراً خلک د ولسواليو نه د ناامنۍ په خاطر ښار ته راغلي خو دلته هم ځان په امن کې نه‌بولي."

خلک: په دې وروستیو په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي.
خلک: په دې وروستیو په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې زیاتې شوي.

"زه نه بلکې ټول ښاریان‌يې اندېښمن کړي دي پرون‌يې یو کس نامعلومو وسله‌والو وویشته هغه بله ورځ د قالین په کوڅه کې یو کس چا وويشته زموږ غوښتنه د امنيتي ارګانونو نه دا ده چې د ښار امنیت ته پام وکړي که نه؟ د ښار وضعیت به د لیرو ناامنه ولسوالیو په څېر شي."

خو د ننګرهار امنيتي چارواکي بيا وايي، په جلال‌اباد ښار کې تر پخوا د جرمونو کچه راټيټه شوې ده.

امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحيمي وايي، په لویه کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحیمي.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحیمي.

نوموړي زیاته کړه:

"دومره جرم چې په ننګرهار کې کم شوی دی په بل هېڅ ځای کې جرم نه‌دی کم شوی، خو که ووایم چې کاملاً به جرم ختم شوی وي بیا خو نو نه پولیسو ته اړتیا وه نه نورو امنيتي ارګانونو ته."

د ښاریانو په خبره د جلال‌اباد په ښار او اکثراً ولسوالیو کې هدفي وژنې یا د زورواکانو او یا هم په دې ولایت کې د فعالو وسله‌والو ډلو له‌خوا کېږي.

دوی وايي، که په ښار کې د دې هدفي وژنو مخه ونه‌نیول شي نو د ښار د امنيتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ به هېڅ پانګه‌وال په دې ولایت کې پانګونې ته زړه ښه نه‌کړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG