د لاسرسي لېنکونه

په کونړ کې هوايي حملې ۱۱داعش وسله وال وژلي


د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١١ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د داعش پر مرکز ترسره شوی.

نوموړي وویل چې په وژل شوو کې یو عرب او دوه پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې په دغه برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

خو تراوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG