د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۷

مالیې وزارت: د پیسو له نړیوال صندوق سره مو خبرې بریالۍ وې


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د پیسو له نړیوال صندوق سره یې د تخنیکي ټیم خبرې په بریالیتوب پای ته رسېدلي.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن دې وزارت خپره کړې ویل شوي چې دا د درې کلن پلان د نوي کولو پر سر پنځه ورځنۍ خبرې اترې وې.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، په دې بحث کې د اصلاحاتو، د ستر اقتصاد چوکاټ، عواید او ګمرکونه، ملي بودجه، خزاین، د عامه پورونو مدیریت، بانکي سکټور او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د افغان حکومت ژمنې وڅېړل شوې.

مالیې وزارت وايي، د پیسو نړیوال صندوق د دوی اصلاحات او د کړیو ژمنو پلي کېدل ستایلي او د اوږدمهاله مرستو ژمنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان له نړیوالې ټولنې او د پیسو له نړیوال صندوق سره د اقتصادي او مالي اصلاحاتو په برخه کې یو لړ ژمنې کړي څو خپل کورني عواید زیات او د اداري فساد او نورو مالي زیانونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG