د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د ټرمپ زوی: روسۍ وکیلې سره لیدو یې د پلار کمپاین ته ګټه نه‌ده کړې


ټرمپ او زوی یې
ټرمپ او زوی یې

د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس مشر زوی ډونالد ټرمپ جونیر ویلي له روسۍ وکیلې او یا نورو روسانو سره‌یې خبرې د خپل پلار سیالې هېلري کلېنټن ته د ضربې رسولو او یا په انتخاباتو د هغوی د تأثیر په پار نه‎دي کړي.

هغه له فاکس نیوز سره د سې شنبې په ورځ مرکه وکړه او ویې‌ویل چې د تېر کال په جون میاشت کې، د ده او یوې روسۍ وکیلې ناتالیا وسیلنسکایا «Natalya Veselnitskaya» لیدنې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره هېڅ ګټه نه‌ده کړې.

نوموړي وویل، خپل پلار ته‌یې د دې خبرو په اړه څه نه‎‌و ویلي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ مشر زوی ډونالد ټرمپ جونیر
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ مشر زوی ډونالد ټرمپ جونیر

ډونالد ټرمپ جونیر زیاته کړه:

"دا هېڅ مسئله هم نه‌وه چې زه‌یې پلار ته ووایم، زما مطلب دا دی چې زما په یاد هم نه‌و، تر هغو چې تاسو دې مسئلې ته اشاره وکړه، دا په اصل کې کومه غټه خبره نه‌وه، د ۲۰ دقېقو لپاره د وخت ضایع کول و، د شرم وړ ده."

خو د کانګرس ځیني غړي د ټرمپ د زوی او د روسۍ وکیلې خبرې په هغو اېمېلونو پورې تړلې بولي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‎خوا د جولای په ۱۱مه خپاره شول.

د اورګن ایالت سناتور «ران وایډن» ویلي، دا اېمېلونه ښکاره کوي چې د ډونالد ټرمپ زوی ډونالد ټرمپ جونیر د امریکا د ډموکراسۍ د خرابولو په خاطر له یوه بهرني دښمن قدرت سره خبرې کړې دي.

ټرمپ جونیر بیا دا تورونه بې‌ځایه او خندوونکي بللي دي.

د امریکا په سنا جرګه کې جمهوري غوښتونکی سناتور او د اکثریت رئیس «میچ مکانل» ویلي، د سنا جرګې څېړونکې ډلې د څېړنو پایلو ته به په تمه وي، څو د دې قضیې په اصل وپوهېږي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه په یوه ټویټ کې د خپل زوی ننګه کړې او هغه‌یې په وطن مین شخص بللی دی.

ډونالد ټرمپ ویلي:

"زما زوی ډونالد به نن شپه په ۱۰ بجو مرکه ولري، هغه یو عالي شخص دی چې له وطن سره مینه لري."

د ولسمشر ټرمپ د زوی مدافع وکیل آلن فوترفاس د جولای په ۱۰مه په یوه بیان کې ویلي چې مؤکل‌یې هېڅ ناسم کار نه‎دی ترسره کړی او په دې اړه هر ډول سپیناوي ته حاضر دی.

اخوا روسۍ مېرمنې ناتالیا وسیلنسکایا «Natalya Veselnitskaya» ویلي، له سیاست سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري او له ټرمپ جونیر سره په لیدنه کې په دې‎ نه‌پوهېده چې ټرمپ به راتلونکی ولسمشر وي او یا دا د کوم کاندید له زوی سره خبرې کوي.

د امریکا د فدرال تحقیقاتو اداره «اف. بي. ای» د ۲۰۱۶ میلادی کال په جولای میاشت کې په دې اړه چې ایا د ولسمشر ډونالد ټرمپ همکارانو له روسیې سره ناقانونه اړیکې درلودې که څنګه؟ خپل تحقیقات پیل کړل.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG