اسمعيل لاروی شاعر او ليکوال دی، دا مهال په پکتيا پوهنتون کې د استاد په حيث دنده پر مخ بیایي او تر څنګ يې ګڼ علمي او شعري اثار ليکلي دي، دی په شاعرۍ کې ډېر مهم ټکي بيانوي، لکه يو ځای وايي:
کومې خبرې چې له درده کوو
د افلاطون په جمهوريت کې نشته
ده داځل د هديرې په نوم د ښځو ستونزې په شعر او نظم کې راخيستې دي، دا چې ده څنګه شاعري کړې او څنګه یې ورته مخه کړه د ازادي راډیو همکار داود تپان ورسره مرکه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کیکاږئ: