د سیاسي چارو کار پوهان وايي، امریکا متحده ایالات باید د افغانستان لپاره په نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ کې د افغانستان له مرکزي حکومت ټینګ ملاتړ وکړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل، امریکا باید د قانون د پلي کېدو او همداشان دعدالت د تامین په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي مثبته ده.
له ښاغلي رنجبر سره رحمتالله افغان مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې جوړېدونکې ستراتیژي څومره مثبته او ګټوره ده؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: