د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۰۰

نا معلومو وسله‌والو په هرات کې درې تنه په ډزو وژلي


چارواکي وايي نامعلومو وسله‎والو پرون سې شنبه د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د کارېز صوفي په سیمه کې درې تنه په ډزو ووژل.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد نن جهار شنبه ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د دې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیونې لټون پیل کړی.

پولیس وايي، په دې پېښه کې وژل شوي دوه کسان د سړک جوړونې د یوه شرکت موټر چلوونکي دي او درېیم وژل شوی سیمه‎ییز کس دی.

تر اوسه پورې د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‎دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG