د لاسرسي لېنکونه

امریکايي مسؤلین: لا هم افغانستان کې د نړۍ ۸۰ سلنه هیروئین کرل کېږي


د امریکا د نشه‎يي موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په نړیواله اداره کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال وايي، لا هم د نړۍ په سلو کې ۸۰ برخه هیروئین په افغانستان کې تولیدېږي او وسله‎وال طالبان د نشه‎يي موادو په کاروبار کې لاس لري.

ویلیم برون فیلډ پرون سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا اوس بېخي څرګنده ده چې نشه‎يي مواد په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چېرته چې وسله‎وال طالبان نفو‌‌ذ لري.

نوموړي وسله‎وال طالبان د یوې داسې ډلې په توګه یاد کړل چې پر ترهګریزو فعالیتونو سربېره د نشه‎يي موادو کاروبار هم کوي.

ویلیم برون فیلډ وویل، افغانستان د نشه‎یي موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي، خو د نشه‎يي موادو د کرکېلې په ختمولو کې لا هم د دوی هڅې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG