د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۷

نظرباییف: ولسمشرۍ ته کاندید باید ۵ کلنه کاري تجربه ولري


د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف یو قانون توشېح کړ چې له‎مخې یې هغه کسان چې د دولتي دندو تجربه نه‎لري، نه‎شي کولای چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

دغه قانون چې نن سې شنبه توشېح شوی، یوازې د قزاقستان هغه وګړي چې لږترلږه د رسمي دندو پنځه کلنه تجربه ولري، کولای شي د ولسمشرۍ د کاندید په توګه خپل نوم ولیکي.

د قزاقستان د اساسي قانون له‎مخې، هر هغه څوک چې ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندیدوي، باید لږترلږه ۴۰ کلن وي، په قزاقستان کې زېږېدلی وي او لږترلږه پنځلس کاله په‎دې هېواد کې اوسېدلی وي او په روانه قزاقي ژبه خبرې وکړای شي.

نظرباییف چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د دغه د تېلو بډایه هېواد واګي په لاس کې لري، د لومړني ولسمشر په اړه د ځانګړي قانون له‎مخې کولای شي له محدویت پرته هر څومره چې یې غوښتي وي، د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

XS
SM
MD
LG