د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

د امریکا وتلي سوک وهونکي «ویډر» د مالیې ورکولو په اړه وخت غوښتی


د نړۍ تر ټولو شتمن خلک هم چې پرې د پیسو باران وي کله کله د مالیې ورکولو لپاره نغدې پيسې نه‌لري.

یو له دې کسانو امریکایي سوک وهونکی یا باکسر فلویډ مې ویډر دی چې له محکمې یې غوښتنه کړې څو د مالیې د ورکړې لپاره لږ څه وخت ورکړي.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې له ۲۲۰ تر ۲۳۰ میلیونه ډالره پورې ګټلي، خو تر اوسه‌یې چې دوه کاله پرې تېر شوي مالیه نه‌ده ورکړې.

له هماغه وخت راهیسې په ټاکلې مالیې سربېره باکسر مې ویډر جریمه شوی هم دی چې باید د هرې میاشتې ځنډ لپاره د مالیې صفر اعشاریه پنځه فیصده اضافه پیسې هم ورکړي.

فلویډ مې ویډر یوازنی لوبغاړی نه‌دی چې مالیه‌یې نه‌ده ورکړې، د نړۍ نور ګڼ ستوري لوبغاړي هم کله کله د مالیې له ورکولو تېښتي یا په بېلابېلو پلمو غواړي ځان ترې خلاص کړي.

د نړۍ د فوټبال دوه تکړه ستوري لیونل مسي او کرېسټیانو رونالډو هم چې په میلیونه ډالره عواید لري، کله کله له مالیې د تېښتې لپاره د خبرونو په سر کې راغلي دي.

له فلویډ مې ویډر سره بیا چلند په دې توپير کوي چې دی حتی له خپل نوم سره هم پیسې کاروي.

فلویډ مني مې ویډر هغه په خپلو ټولو سیالیو کې چې تر دې دمه‌یې هیڅ یوه هم نه‌ده بایللې شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټلي دي.

مې ویډر څو ورځې مخکې محکمې ته غوښتنه لېږلې څو لږ څه نور هم وخت ورکړي چې وکولای شي مالیه تحویل کړي.

د نړۍ دا ستوری لوبغاړی د لویو سیالیو د ترسره کولو لپاره خورا شهرت لري.

نوموړي تر دې مهاله ټولې سیالۍ ګټلې دي.
نوموړي تر دې مهاله ټولې سیالۍ ګټلې دي.

هغه به د نړۍ د ازادو مبارزو له یوه اتل کنر مکریګور سره د اګست په ۲۶مه لوبه وکړي او څه باندې سل میلیونه ډالره به وګټي.

فلویډ مې ویډر تر همدې نېټې د مالیې د ورکړې لپاره له محکمې وخت غوښتی.

XS
SM
MD
LG