د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۳

تاجکستان کې په ږیره او حجاب بندیز ولګېد


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن له خلکو غوښتي چې ږیرې دې نه‎پرېږدي او حجاب دې نه اغوندي.

رحمان دغه څرګندونې نن سې شنبه په دوشنبې کې په یوه غونډه کې چې د رواجونو او دودونو د قانون د جوړېدو د ۱۰ کلنې لمانځنې په اړه جوړه شوې وه، وکړې.

رحمن وویل، د ښځو حجاب او تورې جامې د تاجکستان له دودونو سره سر نه خوري او لازمه نه‎ده چې د مذهب ښودنې لپاره دې ږیره پرېښودل شي.

رحمن چې له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې واکمن دی، له خلکو وغوښتل چې له زړه دې له خدای سره مینه ولري، نه دا چې خپل صداقت په ظاهري څېزونو وښیي.

XS
SM
MD
LG