د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۳۸

بریتانیا کې د افغان لوبډلې سیالۍ د باران له امله بیا ودرېده


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم او د اېم.سي.سي میلبرن د کرکټ کلب ترمنځ لوبه چې د بریتانیا په لارډز تاریخي لوبغالي کې مخکې پیل شوې وه د باران له امله بیا ودرېده.

تر اوسه پورې په ۱۸ اورونو کې د اېم.سي.سي دوه لوبغاړي په ۸۳ منډو کې سوځیدلي دي.

د کرکټ بورډ عمومي ریس عاطف مشعل ازادي راډیو ته وویل چې د اېم.سي.سي ټیم له خوا د نړۍ ۱۱ غوره لوبغاړي د افغانستان په وړاندې لوبېږي چې د لوبې په ګټلو سره به افغانستان ته یو لوی ویاړ ور په برخه شي.

XS
SM
MD
LG