د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۲

د تخار د ینګې قلعه ولسوالۍ بازار کې ۵۰ دوکانونه سوځیدلي


د تخار د ینګې قلعه ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا پنځوس دوکانونه سوځیدلي دي.

د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري نن ازادي راډیو ته وویل په بازار کې دغه اور نن سهار وختي د ګازو د یوې ډبې د چاودېدو له امله ولګېد چې ۵۰ دوکانونه یې وسوځول.

هغه وویل چې په دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو خلکو ته یې په میلیونونو افغاني زیان اړولی دی.

اور د خلکو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ مړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG