د لاسرسي لېنکونه

غني: افغانستان به له زندانه په سوداګریز مرکز بدل کړو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د سوداګریزو فرصتونو لپاره د سرو زرو موقعیت لري.

ښاغلي غني نن سې سنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، غواړي چې د افغانستان جغرافیایي موقیعت له زندان څخه د سوداګرۍ د راکړې ورکړې په یوه فرصت بدل کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زما وروستي سفرونه قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته او دغه راز زموږ راتلونکی سفر ازبکستان ته له مهمو اقداماتو څخه دي چې د افغانستان جفرافیايي موقعیت له زندان او ستونزې څخه په یو لوی فرصت تبدیل کړو."

ښاغلي غني دغه شان په افغانستان کې د رېل پټلۍ پر جوړولو ټینګار وکړ او ویي ویل چې دا ريل پټلۍ به یوازې شمالي ولایتونو ته محدوده نه‎وې، بلکې د ټول افغانستان په کچه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG