د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۹

لاوروف: د سوریې په اړه امریکايي چارواکو سره تماسونه لرو


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې روسیه به د سوریې په جنوب لویدیځ کې د اوربند د بریا پر بنسټ له امریکا سره د سوریې د کړکېچ د حل په مقصد د همکاریو د فرصتونو د موندلو هڅه وکړي.

لاوروف پرون په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل، روسیه به د همدې بریا پر اساس هڅه وکړي چې نور ګامونه هم پورته کړي او زیاته یې کړه چې مسکو د سوریې د کړکېچ د حل لپاره له امریکايي چارواکو سره له اوږدې مودې راهیسې تماسونه لري او هیله یې څرګنده کړه چې د سوریې په نورو برخو کې به هم د ورته اوربندونو په ټینګولو بریالي شي.

لاروروف له متحدو ایالاتو وغوښتل چې د سوریې د سولې د حل په هغو خبرو کې فعاله برخه واخلي چې د روسیې په نوښت او د ایران او ترکیې په مرسته د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي.

XS
SM
MD
LG