د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۷

د پکتيا والي: د نجونو په ښوونځيو کې بايد نارينه ښوونکي نه‌وي


د پکتيا مدني فعالانو ډېر ځله دا غوښتنه کړې چې د پکتيا د پوهنې د بهير د تقويې په هدف دې د نجونو په ټولو ښوونځيو کې ښځينه ښوونکې وګمارل شي، خو بيا هم په يو شمېر ښوونځيو کې نارينه ښوونکي نجونو ته په تدريس بوخت دي.

مدني فعاله او د ځونانو نمايشي پارلمان غړې رحيمه نيازۍ وايي، اکثريت هغه نجونې چې زده‎کړې يې کړې دي په دې خاطر په کورونو ناستې دي چې د کار زمينه نه‎ده ورته مساعده.

نوموړې وايي:

"هغه نجونې چې تعليم‌يې کړی او په کورونو ناستې دي يو خو به هغوی ته د کار زمينه مساعده شي او بله خبره دا مهمه ده، هغه کورنۍ چې خپلې نجونې يې له زده‎کړو په دې خاطر ګرځولې دي چې په ښوونځيو کې يې نارينه ښوونکي يا کارمندان دي هغه زده‌کړو ته لاړې شي حکومت او ولايتي ادارې ته په کار ده چې د پکتيا د شرايطو په پام کې نيولو سره دې په دې برخه کې اقدام وکړي چې دا کار به د پکتيا راتلونکی تضمين کړي."

نوموړې وايي، که ولايتي اداره دغه ستونزه هواره کړي نو دا مطمئنه ده چې په ښوونځيو کې به د نجونو تعداد تر دې څو چنده ډېر شي او هغه کورنۍ به هم خپلې لوڼې او خويندې ښوونځيو ته پرېږدي چې د زده‌کړو له نيمايي څخه ګرځول شوې دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل چې ده د پوهنې په برخه کې له يو شمېر ښوونځيو څخه ناڅاپي ليدنه کړې او ورته معلومه شوې چې په پکتيا کې کلتوري شرايط په پام کې نه‎دي نيول شوي او د نجونو په ښوونځيو کې نارينه ښوونکي تدريس کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر اوسه پورې دلته په پکتيا کې د نجونو ښوونځيو ته نارينه ښوونکي د تدريس لپاره ورځي چې دا ماته د منلو وړ نه‎ده او نه د پکتيا کلتوري شرايط دا ایجابوي چې په دغه ولايت کې دې د نجونو ښوونځيو کې نارينه استادان تدريس وکړي موږ به ډېر ژر په دې ښوونځيو کې نارينه ښوونکي په ښځينه ښوونکو بدل کړو."

د پکتيا والي شميم خان کټوازی
د پکتيا والي شميم خان کټوازی

دی وايي، ډېر ژر به د دې ستونزې په هواري لاس پورې کړي او دا کار يې ځکه په لومړيتوب کې راځي چې پکتيا ډېر کلتوري محدوديتونه لري او کورنۍ ښايي د نارينه ښوونکو په وجود کې نجونې له ښوونځيو وګرځوي چې دا کار د پکتيا راتلونکی زيانمنوي.

د پکتيا د پوهنې رئيس کوچی ځاځی وايي، په پکتيا کې دا مهال ۶۳۰۰۰ نجونې ښوونځيو ته ځي چې د دوی لپاره ۱۹ متوسطه ۱۳ لېسې او ۲۲ ابتدائيه ښوونځي لري چې په دې ټولو کې يې نېږدې ۵۰۰ ښځينه ښوونکې په دندو ګمارلې دي.

ځاځي زیاته کړه:

"تاسو ته معلومه ده چې په ډېر نېږدې وخت کې مو ۲۰۰ هغه نجونې چې معارف رياست ته‌يې درخواستۍ ورکړې وې په دندو وګمارلې او دا مهال په تدريس بوختې دي او که نورې هم موږ ته مراجعه وکړي موږ به‌يې حتماً په دندو وګمارو. "

دی دا هم وايي، که په لیرو پرتو سيمو کې د دولسم ټولګي فارغې نجونې هم دوی ته مراجعه وکړي د پوهنې رياست په ضرورت وړ بستونو کې به‌يې د ښوونکو په حيث په دندو وګماري.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی دا خبره داسې مهال جدي ستونزه ګڼي چې په پکتيا کې اکثريت نجونې هغه مهال ښوونځي ته له تګ منع کېږي چې دوی تر شپږمو ټولګيو رسېږي او د ښوونځيو شرایط د سيمې له کلتور سره په ټکر کې وي او ټول ښوونکي يې نارينه وي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG