د لاسرسي لېنکونه

سټولټنبرګ: روسیه دې له اوکراینه خپل زرګونه سرتېري وباسي


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د کلک ملاتړ د څرګندولو ترڅنګ له روسیې وغوښتل چې له اوکراین څخه خپل زرګونه سرتېري وباسي او د هغو ملېشو ملاتړ بس کړي چې پوځي وسایل یې په کنټرول کې دي.

سټولټنبرګ دا خبره پرون دوشنبه په کیف کې د اوکراین له ولسمشر پیټرو پروشینکو او نورو چارواکو سره له خبرو وروسته وکړه:

"اوکراین د ملي حاکمیت خاوند هېواد دی او دا حق لري چې ځان ته په خپله خوښه امنیتي ترتیبات ونیسي. تېره میاشت ناټو مونټي نیګرو ته د خپل نهه ویشتم غړي په توګه هرکلی ووایه. دا ښيي چې د ناټو دروازې پرانیستي دي."

د ناټو سرمنشي د اوکراین د ختیځ د شخړې د پایته رسېدو په هدف د مېنسک د موافقو د بشپړې اجرا غوښتنه وکړه.

د اوکراین د ختیځ په شخړو کې له ۲۰۱۴ څخه تر اوسه پورې تر ۱۰ زره ډېرکسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG