ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن سې شنبه د بریتانیا په لارډز تاریخي لوبغالي کې له اېم. سي. سي یا مریلیبون کرکټ کلب سره مخامخ شي.
په دې تاریخي سیالۍ کې به د اېم.سي.سي لوبډلې کیپتاني نیوزیلنډی بټسمن بریندان مک کولمَ وکړي.
د پاکستان مصباح الحق او یاسر شاه او د ویسټ اېنډیز پخوانی بټمسن شیفنارین چندرپال هم د ایم سي سي لپاره د افغانستان په وړاندې په مسابقه کې برخه لري.
د ژوبل شوي کومار سنګاکارا پر ځای سام هاین د ایم سي سي لپاره لوبېږي.
په دې سیالۍ کې به بیا هم ډېر پام د افغانستان تکړه باولر راشد ارمان ته وي چې په ۲۸ یو ورځنیو مسابقو کې یې ۶۳ لوبغاړي سوځولي دي.