د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۶

د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت د ۲ امریکايي سرتېرو د وژلو خبر رد کړ


د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې له لوري په افغانستان کې د ۲ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر رد کړ.

داعش د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوی په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو یرغل په شا تمبولی او دوه امریکايي پوځیان یې وژلي دي.

خو قاطع ملاتړ ماموریت پرون دوشنبه وویل چې د داعش ادعا حقیقت نه لري.

قاطع ملاتړ ماموریت په عین حال کې تائید کړه چې د جمعې په ورځ د دوی دوه سرتېري په ننګرهار ولایت کې ژوبل شوي او له درملنې وروسته له روغتونه رخصت کړای شوي دي.

XS
SM
MD
LG