د لاسرسي لېنکونه

پیلوټې ښایسته واعظ له اجرائیه رئيس سره وکتل


هغه افغان مېرمن چې له نړۍ څخه د الوتکې په وسیله راګرځي، پرون په کابل کې د افغانستان له اجرائیه رئيس سره وکتل.

ښایسته واعظ تر نړۍ د راګرځېدو سفر له امریکا څخه پیل کړی او پرون کابل ته ورسېده. دا لومړنۍ افغانه ده چې په یوازې سر له دنیا راڅرخي.

ښایسته واعظ چې پېلوټه ده او الوتکه په خپله چلوي، په هغو مراسمو کې چې د دې لپاره په اجرائیه ریاست کې جوړ شوي و، وویل:

"ما د امریکا د فلوریدا له دیتوني ساحل څخه په یوه کوچنۍ یو ماشینه الوتکه کې پرواز پیل کړ چې له درستې نړۍ راوګرځم او د لومړنۍ تر ټولو کم عمره نجلۍ په توګه له ټولې دنیا د یوازې راګرځېدو ریکارډ ټینګ کړم."

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د مېرمن واعظ هڅې په دې خاطر هم د ستاینې وړ وبللې چې د یوې افغانې په توګه له نړۍ څخه د راګرځېدو ریکارډ ثبتوي.

ښایسته واعظ د امریکا د فلوریدا په یوه پوهنتون کې د هوانوردۍ په برخه ماستري کړې ده.

XS
SM
MD
LG