د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د افغان ښځو شبکه: د دولت مهمو پوستونو او پرېکړو کې د ښځو ونډه کمه ده


د "افغان ښځو د شبکې" نوې موندنې ښیي چې د حکومت په لوړو پوستونو او مهمو پرېکړو کې د ښځو مشارکت کم‌رنګه دی.

دغه شبکه د یوه نوي راپور په خپرولو سره ټينګار کوي چې د حکومت په لوړو پوستونو او مهمو پرېکړو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.

د دغې شبکې د مدیره پلاوي مشرې سمیرا حمیدي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک د تطبیق اړوند د افغانستان د ملي عمل پلان د پلي کولو د دوهم څېړنیز راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په مهمو برخو کې د ښځو کمه ونډه یوه جدي ستونزه ده.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

سمیرا حمیدي زیاته کړه:

"د ښځو د مشارکت په برخه کې موږ لا هم خپلې ستونزې لرو، سره له دې چې د افغانستان د ملي عمل پلان د جندر یا د جنسیت پر برابرۍ ټينګار کوي، خو موږ لا هم ډېر لوی توپیر وینو، په دفاع، کورنیو چارو او نورو لوړو پوستونو کې د ښځو ونډه کم‌رنګه ده، لا هم ښځو ته په مهمو پرېکړو کې ونډه نه‌ورکول کېږي، حتی ولسمشر غني چې کومې مهمې ناستې کوي، د ښځو حضور په‌کې ډېر کم وي."

په دغه راپور کې چې په ۲۵ ولایتونو کې له ۴۵۰ کسانو سره د مرکو پر مټ چمتو شوی، دغه‌شان ټينګار شوی چې په عدلي او قضايي برخو کې باید د ښځو ونډه ډېره شي.

د افغانستان د ښځو شبکه وايي، په تېرو څو کلونو کې په دولتي ارګانونو کې یو شمېر ښځې په کارونو ګمارل شوي، خو د حکومت ژمنو ته په کتو سره دغه ګمارنې کافي نه‎ دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر مدني فعالانو او خلکو ټينګار کړی چې افغان حکومت باید د ښځو سیاسي مشارکت ته زیات پام وکړي.

د افغانستان د ښځو چارو د وزارت مسلکي مرسیتالې سپوږمۍ وردګ هم دغې غونډې ته د وینا پر مهال ومنله چې د ښځو حضور د افغانستان د جمهوري ریاست په ګډون د بېلابېلو ادارو د رهبرۍ په غونډو کې کم‌رنګه دی او دغه مسایل‌یې له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړي دي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي چې د ملي وحدت حکومت ښځو ته په بېلابېلو برخو کې ښکاره ونډه ورکړې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د دوشنبې په ورځ په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د ملي وحدت حکومت ښځو ته بارزه او غوښنه ونډه ورکړې ده، په‎دې معنی چې په کابینه کې درې وزیرانې ښځې دي، شپږ معینتیونه ورکړل شوي او یو شمېر سفیرانې دي چې په تېرو کې دا شان مثالونه کم لیدل کېږي."

کارپوهان وایي، د افغانستان ښځو په څه باندې ۱۳ کلونو کې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي او حکومت باید له دې ځواکه د حکومتوالۍ په بېلابېلو برخو کې کار واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG