د لاسرسي لېنکونه

په کابل کې د نجونو تر منځ د باسکټبال لوبه ترسره کېږي


د افغانستان د بدني روزنې ریاست مسؤلین وايي چې نن دو شنبه په کابل کې د نجونو د باسکټبال لوبه ترسره کېږي.

د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې کابل A او کابل B ټیمونه سره لوبه کوي.

ښاغلی پیمان وايي، د دغو سیالیو هدف له مخدرو موادو څخه د ځوانانو مخ را اړول دي.

دغه لوبه د بدني روزنې د ریاست په جمنازیم کې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG