د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره سبا سې شنبه د نړۍ له غوره ۱۱ کسیزې "ایم سي سي" لوبډلې سره لوبه کوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د کرکټ ملي لوبډله سبا د کابل پر وخت د ماسپښین ۲ بجې د انګلستان په لاردز لوبغالي کې له ماریلبون کرکټ کلب یا «ایم سي سي» لوبډلې سره ۵۰ اوره لوبه کوي.
فرید هوتک وویل چې د کرکټ له دې وتلې لوبډلې سره لوبه کول، د ملي لوبډلې لپاره مهم پرمختګ دی.