د لاسرسي لېنکونه

د غزني چارواکي: ۲۵ ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي


د غزني ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د انسان تښوونکو له منګولو هغه ۲۵ ماشومان ژغورل شوي چې غوښتل‌یې پاکستان ته‌يې واړوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې درېیو تنو غوښتل چې ۲۵ ماشومان پاکستان ته د ترهګریزو بریدونو د روزلو لپاره واړوي چې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې له دوو ټونس موټرو سره یوځای ونیول شول او دمګړۍ ترې پلټنې روانې دي.

نوموړی وايي چي دغه ماشومان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر بې‌‎سرپرسته کورنیو دي چې اوس بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

که څه هم د امرخېل په خبره، ماشومان ټول مسموم شوي وو، خو وايي چې اوس‌یې روغتیايي حالت ښه دی.

ژغورل شوي ماشومان
ژغورل شوي ماشومان

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"زموږ افغان امنیتي ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت په قره‎باغ ولسوالۍ کې دغه ۲۵ ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه هغه وخت وژغورل چې غوښتل‌يې لومړی د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ څخه د دغه ولایت ناوې ولسوالۍ ته انتقال کړي او له هغه وروسته‌يې پاکستان ته واړوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونې پېښې زیاتې شوي او خلک‌يې اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت مدني فعالان په دې اړه اندېښنه ښيي او له ښکېلو خواو څخه غوښتنه کوي چې ماشومان په خپل منځ کې د سپر په توګه ونه‌کاروي او د هغوی ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت یو تن ځوان او مدني فعال جمیل ویکار ازادي راډيو ته وویل:

"په دې وروستیو کې په افغانستان کې زیات شمېر ترورېستي ډلې خپل هدف ته د رسېدو لپاره له ماشومانو څخه کار اخلي او د سپر په توګه‌يې کاروي، په تېره بیا وسله‎وال طالبان له ماشومانو څخه ناوړه ګټه اخلي."

خو له دې ټولو سره بیا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلین هم په دې اړه اندېښنه لري او وايي چې له ماشومانو څخه په جګړه کې ګټه اخیستل له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG