د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۵

غزني کې ۲۵ ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي


د غزني ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ ناوخته د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د انسان تښوونکو له منګولو هغه ۲۵ ماشومان ژغورل شوي چې غوښتل یې پاکستان ته يې واړوي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن دو شنبه ازادي راډيو ته وویل چې درېیو تنو غوښتل چې ۲۵ ماشومان پاکستان ته د ترهګریزو بریدونو د روزلو لپاره واړوي چې د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې له دوو ټونس موټرو سره یو ځای ونیول شوو او دمګړۍ ترې پلټنې روانې دي.

نوموړی وايي چي دغه ماشومان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر بې ‎سرپرسته کورنیو دي چې اوس بېرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

که څه هم د امرخېل په خبره، ماشومان ټول مسموم شوي وو، خو وايي چې اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

XS
SM
MD
LG