د لاسرسي لېنکونه

مسؤلین: له هراته به ډېر ژر هند ته د صادراتو هوایي لړۍ پیل شي


په پام کې ده چې له هرات څخه ډېر ژر د هوا له لارې هند ته د صادراتو لړۍ پیل شي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس سعید خطیبي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي به د هوا له لارې په مناسبه بیه یو کېلو په «۲۰ سنټو» بهر ته صادر شي.

له دې وړاندې د افغانستان او هند د هوايي دهلېز په پرانېستل کېدلو سره، له کابل او کندهار څخه هند ته افغاني تولیدات صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG