د لاسرسي لېنکونه

لوګر چارواکي: په عملیاتو کې ۱۶ وسله‎وال مخالفین وژل شوي


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د لوګر د والي ویاند محمدسلیم صالح وايي، د محمداغې ولسوالۍ په ابپران سیمه کې دا عملیات پرون سهار وختي د ګډو ځواکونو له‎خوا پیل شول او مازیګر مهال پای ته ورسېدل چې په پای کې یې د ښاغلي صالح په وینا ۱۶ وسله‎وال مخالفان ووژل شول:

"د محمداغې ولسوالۍ په ابپران سیمه کې د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا عملیات وشول. په دې عملیاتو کې ۱۶ تنه وسله‎وال مخالفین ووژل شول. "

د لوګر د والي ویاند همدا راز وايي چې د دې وسله‎والو اته بوشکې ماینونه او لس موټر سایکلونه چې په یو جومات کې ایښودل شوي وو، د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

XS
SM
MD
LG