د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

په هندوستان کې د کرکت د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې تمرینات روان دي


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، هندوستان کې د کرکت د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ روان دی.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تمریناتي کمپ وروسته د کرکټ د۱۹ کلنو ملي لوبډله د جولای په ۱۴ مه سنګاپور سره لوبه لري.

د نړیوال جام د غواروي پړوا په سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د نیپال، هانکانګ، امارات او سنګاپور د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې برخه لري چې له دې ډلې یوازې یوه لوبډله د کرکټ د نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله تر دې وړاندې هم د نړیوالو جام په سیالیو کې لوبېدلې او د پاکستان، استرالیا او سریلانکا په ګډون یو شمېر پیاوړو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې دي

XS
SM
MD
LG