د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د ۱۵ کلنو افغان فوټبال لوبډلې د مرکزي آسیا سیالیو اتلولي وګټله


د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ملې لوبډلې، د مرکزي آسیا په سیالیو کې د اتلولۍ جام خپل کړ.

د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د مرکزي آسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې، د قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان لوبډلو ته ماتې ورکړې او یوازې یې له ترکمنستان څخه ماته وخوړه.

افغانستان د ۹ امتیازونو په تر لاسه کولو سره په دې سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلو ګډون کړی و.

د آسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان مېلادي کال د جولای میاشتې په دوهمه پیل شوې او د جولای په ۸ مه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG