د لاسرسي لېنکونه

ننګرهار کې درې تنه انسان تښتوونکي نیول شوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د ملي امنیت ځواکونو درې تنه د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

د والي ویاند عطاالله خوګياڼي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:

"درې تنه انسان تښتوونکي چې انسانان به يې تښتول او د ټليفون له لارې به يې پيسې ترې غوښتې، د ملي امنيت منسوبينو له خوا نيول شوي او دوى پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى."

د والي وياند وايي، نيول شويو کسانو د انسان تښتونې په لسګونو قضيو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG