د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۴

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ دولت ضد وسله‌وال وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلابېلو تعرضي او تهاجمي عملياتو له کبله، ١٩ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي او په همدې شمېر کې نور ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په وژل شويو او ټپيانو کې د داعش جنګيالي هم شامل دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن یکشنبه سهار يې خپره کړې ويلي، دغه عمليات په ننګرهار، کاپيسا، پکتيکا، خوست، کندهار، زابل، فراه، کندوز، فارياب، بلخ، تخار او هلمند ولایتونو کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG