د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۱

درانی:د بلخ په چمتال کې ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي


د بلخ ولایت امینتي مسؤلین وايي، په چتمال ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو له کبله ١٥ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه پوځي عمليات له يوې اونۍ راهيسې روان دي چې تر اوسه يې په نتيجه کې ٢٠ نور وسله‎وال ټپيان شوي هم دي.

د بلخ چارواکي وايي په چتمال ولسوالۍ کې به دغه پوځي عمليات د دې ولسوالۍ تر بشپړې تصفيې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG