د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۹

هوتک: افغان کرکټ ټیم د "MCC"لوبدلې سره سیالۍ ته تیاري نیسي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په مشهور لوبغالي، لارډس کې د مارېلبون کرکټ کلب "ام سي سي" له لوبدلې سره سیالۍ ته تیاري نیسي.

دا سیالي به د سې شنبې په ورځ وي.

د کرکټ بورډ د مطبوعاتو مسئول، فرید هوتک وايي چې په داسې تاریخي لوبغالي کې د نړۍ د کرکټ له ډېرې پېژندل شوې لوبډلې سره لوبه افغانانو ته د ویاړ وړ، امتیاز دی.

فرید هوتک بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"لاردس یو تاریخي او ډېر پخوانی لوبغالی دی، په دې کې تاریخي لوبې شوې دي او د نړۍ د مقتدرو ټیمونو ترمنځ ډېرې مشهورې لوبې شوې دي، دا سیالي به هم تاریخي وي ځکه په ام سي سي لوبډله کې به د نړۍ د کرکټ وتلې څېرې د افغانانو په وړاندې لوبه کوي."

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه غړي، حمید حسن او محمد نبي عیسې خېل د "ام سي سي" غړیتوب لري.

فرید هوتک وویل چې د کرکټ له دې وتلي کلب سره لوبه کول، د ملي لوبډلې لپاره مهم پرمختګ دی.

XS
SM
MD
LG