د لاسرسي لېنکونه

ایټالیا یو چیچينايي وکړی له داعش سره د لاس لرلو په تور نیولی


اېټالیایي چارواکو یو چیچېن وګړی په‌دې تور نیولی چې په سوریې کې یې د اسلامي دولت ډلې د یوه غړي په توګه جګړه کړې او هم په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د روسیې د چیچېن په سیمه کې په یوه خونړۍ حمله کې ښکېل و.

اېټالیایي څارنوالان وایي، دېرش کلن ایلي بامبا تالیف «Eli Bombataliev» د دغه هېواد په جنوب کې نیول شوی او پر نوموړي تور دی چې په بلجیم کې د داعش له یوې شبکې سره هم تړاو لري.

تر اوسه معلومه نه‎ده چې نوموړی تر نیول کېدو دمخه څومره موده په اېټالیا کې اوسېدلی دی.

د دغه هېواد د پولیسو په یوه اعلامیه کې راغلي چې چارواکو په‎دې اړه پراخې هڅې پیل کړي چې دا ډول بهرني کسان ومومي.

XS
SM
MD
LG