د لاسرسي لېنکونه

د سالنګ د نوي تونل د ډيزائن او تخنیکي مطالعاتو تړون لاسلیک شوو


د سالنګ د نوي تونل د ډيزائن او تخنیکي مطالعاتو تړون د افغانستان د فواید عامې وزارت او د «SMEC»په نوم د يوه اسټرالیايي شرکت سره د ۱۹،۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان په اجرائیه ریاست کې لاسلیک شوو.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د یاد قرارداد د لاسلیک پرمهال وویل چې د سالنګ پروژه په ملي او سیمه ییزه کچه د ترانسپورټ او ترانزیټ په برخه کې د اهمیت وړ ده.

عبدالله: دا يوه کلېدي نقطه ده چې د دې پروژې اهمیت ښيي.
عبدالله: دا يوه کلېدي نقطه ده چې د دې پروژې اهمیت ښيي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دغه چاره د دې ترڅنګ چې په ملي کچه ارزښت لري په سیمه ییزه کچه هم ډېر اهمیت لري، د سیمه ییزو همکاریو له مخې دا يوه ډېره اساسي پروژه ده، کله چې موږ د اوسپنې د پټلۍ په اړه خبرې کوو او يا هم د ترانزیټ په اړه غږېږو نو دا يوه کلېدي نقطه ده چې د دې پروژې اهمیت ښيي."

ښاغلي عبدالله دغه شان وویل چې د سالنګ د نوې لارې په جوړېدو سره به د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې اساني راشي او ترافیکي ستونزې به هم تر ډېره هوارې شي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د سالنګ د نوي تونل د پروژې چارې به د جاپان هېواد او د اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ څو میاشتې باندې دوو کلونو پورې پېل شي.

جاپان چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې له افغانستان سره ۶،۲ میلیاردو ډالره مرسته کړې د دې پروژې ۵۳ سلنه مالي لګښت په غاړه اخېستی.

د سالنګ نوی تونل د اولنګ په سیمه کې د هندوکش له غرونو تېرېږي او دوشاخ ته غځول کېږي چې ۱۲ کېلو متره اوږدوالی به ولري.

د اسیا د پراختیايي بانک مشر توماس پنیلا د سالنګ پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه وګڼله.

ښاغلي پنیلا وویل چې ياده پروژه به د ترانسپورټ او ترانزیټ ترڅنګ د افغانستان په زراعت او کرنې هم مثبت اغېز ولري.

د اسیا د پراختیايي بانک مشر توماس پنیلا
د اسیا د پراختیايي بانک مشر توماس پنیلا

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېر خوښ یو چې د دې پروژې په برخه کې همکاري لرو او مالي ملاتړ يې کوو،دا د افغانستان ډېره مهمه او اساسي پروژه ده موږ په دې برخه کې د جاپان له همکاریو هم ډېره مننه کوو."

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویاند صیام الدین پسرلی وايي، د سالنګ د نوي تونل په جوړېدو سره به تر ډېره سوداګرو ته د مالونو د انتقال په برخه کې اسانتیا رامنځته شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG