د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۳۷

پاکستان له شیل تېلو شرکته ۲ اعشاریه ۶ مېلیونه ډالر تاوان غوښتی


پاکستان پرون جمعه د شیل په نوم د تېلو شرکت ته امر وکړ چې د هغه ټانکر د چاودنې له کبله چې څه باندې ۲۰۰ تنه په‎کي ووژل شول، قربانیانو ته یې دوه اعشاریه شپږ مېلیونه ډالره تاوان ورکړي.

دا پېښه تېره میاشت هغه مهال وشوه چې د تېلو یو ټانکر واوښت او وروسته وچاودېد.

دا ټانکر چې د هالنډ د شیل شرکت په قراردادي شرکت پورې اړوند و، د جون پر ۲۵ مه د کراچۍ -لاهور پر لارې و چې په پنجاب ولایت کې له مسیره واوښت.

دغه ټانکر ۵۰ زره لیټره تېل انتقالول.

د ټانکر له چپه کېدو سره د شااوخوا سیمو او کلیو اوسېدونکي د تېلو ټولولو لپاره راټول شوي وو چې چاودنه وشوه.

د قربانیانو شمېر د جولای پر اومه ۲۱۸ تنو ته ورسېد او ۳۸ تنه ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د پاکستان د شیل شرکت لپاره ټاکل شوې جریمه ۹۵ مېلیونه ډالره ده چې د هرقرباني کورنۍ ته ۹۴۰۰ ډالره او د هر ټپي لپاره ۴۷۰۰ ډالره ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG