د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۵

افغانستان ته د امریکا د سفیر د اعلان د ځنډ په اړه اندېښنې او نظرونه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ لا د افغانستان لپاره سفیر نه‎دی ټاکلی، خو له ټاکل کېدو سره به هغه په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه‎ښودلو په شرط، د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی په دې اړه د ټرمپ پرېکړې ته منتظر دي، خو نه‎شي ویلای چې دا کار به کله وشي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سناتورانو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځينو پخوانیو کارکونکو او یو شمېر څېړونکو د هغه هېواد د بهرنیو چارو پر وزیر غږ کړی چې ژر تر ژره دې د افغانستان لپاره سفیر مقرر کړي.

په افغانستان کې دننه هم د دې تشې په اړه بېلابېل غبرګونونه موجود دي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوه حاجي سید داود وايي چې دا ځنډ د هغه هېواد له‎خوا د افغانستان پر ډېپلوماسۍ د کمې پاملرنې ښکارندويي کوي.

ښاغلي داود د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ټرمپ حکومت ډېره پاملرنه نظامي موضوعاتو ته کړي، په داسې حال کې چې د افغانستان ډېری ستونزې ډېپلوماټيک حل ته اړتیا لري.

حاجي سید دواد.
حاجي سید دواد.

نوموړي زیاته کړه:

"د امریکا د سفارت د کارونو او فعالیتونو فیصدي ډېره کمه شوې او دا ځکه چې هلته په بهرنیو چارو وزارت کې ستونزې دي او امریکا ډېر تمرکز په دفاع وزارت کړی، تر هغې چې دوی پالیسي فعاله نه‎کړي، فکر نه کوم چې د نظامیانو ډېرېدل ګټه وکړي، له بده مرغه چې دا وخت له افغانستان سره د دوی ډېپلوماسي په ټپه ولاړه ده."

دا انتقادونه او وړاندیزونه داسې مهال کېږي چې د ډونالد ټرمپ د حکومت شااوخوا اووه میاشتې تېرېږي او د افغانستان په شمول په اکثرو هېوادونو کې یې د سفارت چارې د شارژدافیر له‎خوا پر مخ وړل کېږي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ کابل ته راغلو سناتورانو هم د امریکا د نوي سفیر پر ژر معرفي کېدو ټينګار درلود.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي چې امریکا په هر حال کې افغانستان ته پام کړی او یاده ستونزه ډېره جدي نه ګني.

د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر زمرک پادخوابي ازادي راډيو ته وویل، د امریکا او د هغه هېواد د باصلاحیته سفیر د ځانګړي رول د اهمیت په اړه شک نه‎شته خو د نوي سفیر معرفي ښايي د نوي ستراتېژۍ یوه برخه وي.

پادخوابي: دوی شاید د ځينو ملاحظاتو په اساس د سفیر رالېږل ځنډوي.
پادخوابي: دوی شاید د ځينو ملاحظاتو په اساس د سفیر رالېږل ځنډوي.

ښاغلي پادخوابي وویل:

"په دې کې شک نه‎شته چې امریکایان په افغانستان کې عمده رول لوبوي، زما په نظر که دوی رسماً کوم سفیر نه‎لري، خو د افغانستان له حالاتو خبر دي او څېړي یې، دوی شاید د ځينو ملاحظاتو په اساس د سفیر رالېږل ځنډولي وي، خو دومره غټ اغېز نه‎لري."

د امریکا د سنا مجلس یوه مخکښ غړي لینزي ګراهام بیا ویلي چې د سفیر تر څنګ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم باید ژر تر ژره د افغانستان دوره وکړي.

نوموړي ویلي چې یوازې د بمونو په غورځولو د افغانستان ستونزه نه‎شي حل کېدای.

افغان سیاسي کارپوه حاجي سید داود وايي، امریکا باید چې ټول تمرکز پر دفاع وزارت ونه کړي، بلکې افغانستان ته له سیاسي او ډېپلوماټیک اړخه هم اهمیت ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG