د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۱۶

پسرلی: د نا امنۍ له امله هره ورځ سوداګرو ته زیان اوړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو او په لویو لارو کې د صادراتو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د شمالي ولایتونو په لویو لارو کې د نا امنیو له امله هره ورځ خصوصي سکټور، بڼوالو او بزګرانو ته زیان رسېږي.

پسرلی وایي چې نا امني د سوداګرو د صادراتو د انتقال پر وړاندې جدي ستونزه ده او دولت باید دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي

XS
SM
MD
LG