د لاسرسي لېنکونه

خوګیاڼی: په ننګرهار کې ماین چاودنې قومي مشر عبدالروف وژلی


د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې چاودنې یو تن مړ او څلور نور زخميان کړي دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د ښېوې ولسوالۍ مرکز اړوند، د سید جماالدین افغان لېسې ته څېرمه نن سهار اووه نیمې بجې پر عمومي سړک د ملک عبدالرؤف په فولډر ډوله موټر پورې د تړل شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د چاودنې له امله په موټر کې ناست قومي مشر ملک عبدالرٶف وژل شوی او ور سره ناست يوه ميرمن او يو بل تن ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، همدا راز په دې سیمه کې دوه تنه دوکانداران هم ټپيان شوي دي چې روغتیايي وضعیت يې نازک دی.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG