د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۶

رستمي:د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نن یو شمېر تړونونه لاسلیکوي


د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به نن شنبه د پنځه څلوېښت پراختیايي پروژو قراردادونه وکړي.

د دې وزارت ویاند، اکبر رستمي ازادي راډیوته وویل چې دا پروژې په مختلفو ولایتونو کې، د اوبو لګونې او ټرانسپورتي شبکو د پراختیا لپاره جوړې شوې دي.

اکبر رستمي وویل:

"د کلیو د بيارغونې او پراختیا وزارت به نن خلکو ته د اساسي خدماتو د برابرولو او په ټول افغانستان د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره، د ۴۵پروژو قرادادونه یو شمېر پراختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو ته ورکړي، داد تقریباً ۳۸۰میلیونه افغانیو قراردادونه دي."

د ښاغلي رستمي په وینا، دا پروژې به تر ډېره حده د روان کال تر پایه بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG