د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۵۷

بهاند: په بادغیس کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې


په بادغیس کې چارواکي، د وسله والو طالبانو د دوو مشرانو، ملاهبت الله اخندزاده او ملا محمد رسول د پلویانو ترمنځ د وسله والې نښتې خبر ورکوي.

د بادغیس د والي ویاند، ظاهر بهاند پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په نښته کې د دواړو خواوو وسله وال وژل شوي او زخمیان شوي دي.

ظاهر بهاند وویل:

"د مصنوریانو او رسولیانو ډلو پرون غرمه په جوند ولسوالۍ کې وسله واله نښته کړې چې د منصوریانو له خوا څلور وسله وال وژل شوي او درې زخمیان شوي دي، د رسولیانو له ډلې درې وسله وال وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دی."

د ملامحمد رسول ډلې ویلي چې په پرونۍ نښته کې يې د مقابل لوري اته غړي وژلي او پینځه یې زخمیان کړي دي.

خودملاهیب الله ډلې چې په سیمه کې دمنصوریانوپه نوم پېژندل کېږي، پدې اړه خبرې نه دي کړې.

XS
SM
MD
LG