د لاسرسي لېنکونه

د اوکریان لوهانسک کې چاودنو یو تن وژلی پنځه ټپیان کړي


په اوکراین کې د بېلتون غوښتونکو په تر واکمنۍ لاندې ښار، لوهانسک کې چارواکي وايي چې په دې ښار کې پرون جمعه په دوو چاودنوکې یو تن وژل شوی او پنځه تنه زخمیان شوي دي.

په لوهانسک کې د روسیې د ملاتړکونکوو بېلتون غوښتونکو د یوې ډلې ویاند اندرې ماروچکو وویل چې یوه چاودنه د خوراکي موادو په یوه دوکان کې وشوه.

دوهمه چاودنه د قانون دحاکمیت ځواکونو د څېړنې په ځاي کې شوې ده.

اندرې ماروچکو دا چاودنې تروریستي حملې وبللې او پړه یې پر ناڅرګندو اوکرایني حمله کونکو ور واچوله.

هغه وویل چې دا چاودنې د اوکرایین د لانجې د حل لپاره په هامبورګ کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو پر خبرو د منفي اغېز لپاره شوې دي.

روسیه د اوکراین په بحران کې چې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې ترلس زره زیات خلک پکې وژل شوي، د اوکراین دحکومت د مخالفو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG