د لاسرسي لېنکونه

ایران کې د داعش ۲۱ مشکوک سخت دريځي نيول شوي


د ايران قضايي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د مشهد ښار په شمال ختيځ کې د داعش ۲۱ مشکوک سخت دريځي نيولي دي.

د مشهد مرستيال لوی څارنوال حسن حيدري وايي، ځينې نیول شوي کسان ايرانیان دي او نوريې افغانان دي چې په جعلي اسنادو ايران ته ننوتلي وو.

ايراني رسنیو د حيدري له قوله لیکلي چې ځينې نيول شويو کسانو له ايرانه دباندې په تروريستي فعاليتونو کې برخه اخېسته.

دا خبر وروسته له هغه دی چې یوه مياشت مخکې د ايران پر پارلمان او د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ ايښودونکي ايت الله خامنه اي پر زيارت خونړۍ حملې وشوې.

داعش ډلې د دغو حملو مسؤلیت ومانه. په دې وروستيو کې د ايران چارواکو ويلي چې له داعش او نورو ډلو سره اړوند ګڼ شمېر تروريستان يې نيولي دي.

XS
SM
MD
LG