د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۴

فضلي: کرکټ بورډ کې له څه وخت راهیسې پیل شوي اختلافونه حل شوي


د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې په دې اداره کې له څه وخت راهیسې پیل شوي اختلافونه حل شوي دي.

د کرکټ بورډ یو شمېر چارواکو وروسته له هغه د بورډ له مشر عاطف مشعل سره مخالفت څرګند کړ چې هغه د پاکستان له لوبډلې سره د افغان لوبډلې د لوبې په اړه د پاکستان له کرکټ بورډ سره موافقه وکړه.

دا لوبو دا لړۍ په داسې وخت کې پلان شوې وه چې د سند په لعل شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې سخت ترینګلي شول او پاکستان پر افغانستان تقریباً ټولې لارې بندې کړي.

د لوبو دا لړۍ د کرکټ بورډ د یو شمېر غړو او د هېواد په کچه له مخالفتونو وروسته لغو شوه.

خو د کرکټ بورډ ستر سلاکار عزیزالله فضلي له احمد تکل سره په مرکه کې وویل چې له هغه وخته پاتې مخالفتونه اوس حل شوي دي:

XS
SM
MD
LG