د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په داخل کې پر خلکو وسلې وویشي.
دفاع وزارت دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د افغانستان په شمال کې د وسلو د ویشلو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په ځانګړي ډول که د کوم بهرني هېواد لهخوا د افغانستان په کومه سیمه کې د وسلو د ویشلو هڅه وشي او موږ يې په اړه دقیق اسناد پیدا کړو د دې کار اجازه نه ورکوو او په وړاندې يې اجرات کوو."
دی وايي، که په دې برخه کې هر څوک اسناد او شواهد لري له دفاع وزارت سره دې شریک کړي دوی به يې په اړه څېړنې وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د حزباسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې دا وسلې د بهرنیانو له خوا ویشل کېږي خو د کوم ځانګړي هېواد نوم يې وانهخېست.
له دې وړاندې هم د افغانستان د شمال په بېلابېلو سیمو کې په وسلهوالو مخالفینو د وسلو د ویش په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو او مدني فعالانو اندیښنه ښودلې وه چې پهدغه سیمو کې وسلهوال مخالفین د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران له خوا تمویل او تجهیزیږي.
د پنجشنبې د ورځې په خبري غونډه کې ښاغلي حکمتیار ونه ویل چې دا وسلې د چا له خوا چاته ویشل کېږي خو ټینګار يې وکړ او وې ویل دی باور لري چې افغان دولت په دې اړه بشپړ معلومات لري.
ښاغلي حکمتیار وویل چې په شمال کې د وسلو ویش پخوانۍ خونړۍ تجربې تکرارولی شي:
"تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم دقیقه ده، زه همدومره وایم چې هلته د وسلو ویش دوام لري او فکر کوم چې شاید موږ او تاسې ټول په دې وپوهېږو چې دا وسلې له کوم ادرسه راځي او کوم ادرس ته ورکول کېږي، خو له بهره وسله راځي او په شمال کې توزیع کیږي او حکومت هم په دې اړه دقیق معلومات لري."
دې له افغان حکومت غوښتنه کوي چې باید زر تر زره د دې کار مخنیوی وکړی.
ښاغلي حکمتیار وویل، که د افغانستان په شمال کې د وسلو د ویشلو مخنیوي ونه شي نو د دغه هېواد هېڅ ګاونډی به د دې ناامنۍ له شره په امان نهوي.
راپور: اکرام الله اکرام