د لاسرسي لېنکونه

ټرمپ: د ناټو پر یوه غړي حمله د ناټو پر ټولو غړو حمله ګڼل کېږي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرله‎پسې ډول د مسکو په وړاندې د یوه نوي دریځ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا او روسیې ترمینځ د همکارۍ لپاره امکانات خورا زیات دي.

خو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو او له روسیې سره د ټرمپ د همکارانو د اړیکو په اړه د کانګرس او د تحقیقاتو د فدرال ادارې FBI څو ځلي تحقیقاتو د دې هڅو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د کریملین د نړیوالو اړیکو لوی سلاکار یورې اوشاکوف په دې وروستیو کې په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه او امریکا د نړیوال ترورېزم، د مخدرو موادو د قاچاق او د تنظیم شویو جرایمو پر ضد د مبارزې او د ډله‎ییزې وژنې د وسلو د مخنیوي په برخو کې د همکارۍ لپاره د پام وړ وړتیاوې لري.

اوشاکوف ویلي، امکان لري چې د ټرمپ او پوتین په نننۍ غونډه کې د ستراتیژیک ثبات او د وسلو د کنټرول پر بحثونو تمرکز وشي ځکه د هغه په وینا د دې مسایلو مسؤلیت تر ډېره دې دوو هېوادونو ته- چې تر ټولو زیاتې اټمي وسلې لري ورله غاړې دی.

د امریکا او روسیې په اړیکو کړکېچ په سوریه کې هم زیات شوی. په سوریه کې د داعش ډلې پرضد د دې دوو هېوادونو د مبارزې په څرنګوالي کې تناقض لیدل کېږي. روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او امریکا یې مخالفه ده.

له بلې خوا سپینه ماڼۍ غواړي د شمالي کوریا پرضد- چې په دې وروستیو کې یې یو نوی بالسټیک توغندی وازمویه په اقداماتو کې د روسیې ملاتړ ترلاسه کړي.

خو په عین حال کې ټرمپ له پوتین سره له کتنې یوه ورځ مخکې په وارسا کې داسې څرګندونې وکړې چې د مسکو لپاره پاروونکي ګڼل کیدای شي.

ټرمپ د ناټو د منشور پر پنځمه ماده ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ناټو پر یوه غړي حمله د ناټو پر ټولو غړو حمله ګڼل کېږي:

ټرمپ د ناټو د منشور پر پنځمه ماده ټینګار وکړ
ټرمپ د ناټو د منشور پر پنځمه ماده ټینګار وکړ

ټرمپ زیاته کړه:

"امریکا نه یوازې په خبرو بلکې په عمل کې ثابته کړې ده چې د پنځمې مادې یعنې د ګډې دفاع د ژمنې غوڅ ملاتړ کوي. خبرې آسانه دي خو مهم عمل دی. "

سپینې ماڼۍ همدا راز د سږني کال ترپایه پر پولنډ د پاتریوت په نوم د راکټي دفاع د سیسټم د پلورلو ژمنه کړې.

مسکو په ختیځه اروپا کې د امریکا د راکټي دفاع د سیسټم له ځای پرځای کولو سره مخالفت څرګند کړی.

ټرمپ همدا راز پولنډ ته د طبیعي ګاز د صدور له هغه اوږدمهالي قرارداد سره هم موافقه وکړه چې عملي کېدل به یې پر روسیې د پولنډ د اتکا له کمولو سره مرسته وکړي او همدا راز په وارسا کې د وینا پر مهال یې پر روسیې غږ وکړ چې د اوکراین د بې ثباته کولو له اقداماتو څخه ډډه وکړي.

ټرمپ د کانګرس د ځینو جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ غړو هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او پرون یې هم په دې اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، هېڅوک په ډاډ سره نه‎شي ویلای چې داسې کوم کار شوی دی کنه.

د پام وړده چې د پخواني شوروي اتحاد مشر میخاییل ګُرباچوف پرون پر ټرمپ او پوتین غږ وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد بیا را ژوندی کړي.

XS
SM
MD
LG