د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۳

ټرمپ: روسیه دې د اوکراین له بې‌ثباتۍ او د رژیمونو له ملاتړه لاس واخلي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر روسیې ټینګار کړی چې په اوکراین او نورو سیمو کې له بې‌ثباته کوونکو اقداماتو نه لاس واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپا ته په خپل دوهم رسمي سفر کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د کراسینسکي «Krasinski» په نوم تاریخي میدان کې خلکو ته وینا وکړه.

ولسمشر ټرمپ له خپلو اروپايي متحدینو وغوښتل چې له امریکا سره یوځای شي او د اسلام‌پالو تُندلارو د ګواښ په وړاندې له لوېدیځ څخه دفاع وکړي.

ډونالد ټرمپ د امریکا د یوه پخواني متحد په توګه د پولنډ ستاینه وکړه او هغه‌یې د نورو لپاره یو مثال وباله.

ټرمپ زیاته کړه:

"موږ ستاسو هېواد ته د یوه ډېر مهم پیغام د رسولو لپاره راغلي یو، امریکا د پولنډ دوست هېواد دی او د امریکا پر خلکو پولنډ ګران دی."

د امریکا ولسمشر د دې وینا په ترڅ کې پر روسیې غږ وکړ چې په سیمه کې د بې‌ثباته کوونکو اقداماتو او هم په هېوادونو کې له مداخلې لاس واخلي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له روسیې غواړو په اوکراین کې له مداخلې او هم د ایران او سوریې په ګډون په نورو سیمو کې د رژیمونو له ملاتړه لاس واخلي او پر ځای یې د ګډ دښمن په وړاندې جګړې سره یوځای شي."

په همدې حال کې د کرملېن یوه ویاند ویلي، مسکو د ډونالد ټرمپ له‌خوا د روسیې د چلند له هغه تعریف سره موافق نه‌دی چې دا هېواد یې بې‌ثبات کوونکی بللی دی.

دی وایي، کرملېن د روسیې او امریکا تر منځ د درک د نه‌موجودیت له کبله خواشینی دی.

ډونالد ټرمپ په وارسا کې د خبرو پر مهال د ناټو ائتلاف په برخه کې د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړ او ویې‌ویل:

"د امریکا متحده ایالات په وار وار نه‌یوازي په خبرو بلکې په عمل کې د ناټو ائتلاف د پنځمې مادې څخه خپل ملاتړ ښودلی دی."

ډونالد ترمپ دغه‌راز د پنجشنبې په ورځ د "درې سمندرونو" د نوښت په نوم پروژې په سرمشریزه کې هم ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشر په دې سرمشریزه کې د ختیځې اروپا مشران چې د روسیې پر انرژۍ د اتکا له کبله اندېښنه لري وهڅول چې د امریکا د موجود اوبلن ګاز له منابعو کار واخلي.

ډونالد ټرمپ وویل چې امریکا به د هغوی تر ټولو پیاوړی او ثابت متحد وي.

ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک توغندي وروستۍ ازموینې ته په اشارې د هغه هېواد د مشرانو چلند ډېر خطرناک وباله او ویلي یې دي چې د دې چلند په وړاندې پر ډېرو سختو ځوابونو فکر کوي.

ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ له پولنډ څخه د جرمني هامبورګ ښار ته ولاړ شي چیرې چې په پام کې لري د جي شل «G-20» یا شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دی به د جولای پر اوومه نېټه هلته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جي شل غونډې په څنډو کې وګوري.

په پام کې ده دوی په ځانګړي ډول د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړي چې په هغه کې په سوریه کې د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو په برخه کې د امریکا له وړاندیز سره همکاري شامله ده.

XS
SM
MD
LG