د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۰

د عفوې نړیوال سازمان وايي ترکیې د دوی یو غړی نیولی


د عفوې نړیوال سازمان وايي چې د ترکیې امنیتي ځواکوانو په هغه هېواد کې د دوی د دفتر مشر او د بشري حقونو یو بل فعال نیولي دي.

د عفوې د نړیوال سازمان خبرپاڼه وايي چې د ترکیې پولیسو دا کسان پرون استانبول ښار ته نېږدې، د "ديجیتل امنیت او معلوماتو د ادارې" په یوه روزنیز پروګرام کې نیولي دي.

د ترکیې حریت ورځپاڼې ویلي چې پولیسو په بویوکدا ټاپوکې د تلاشۍ په عملیاتو کې دولس تنه نیولي دي.

د ترکیې پولیسو تر اوسه د عفوې د نړیوال سازمان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG