د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۷

روفي:د غوره لیګ سیالیو لپاره د سیمرغ البرز لوبډلې تشکیل بشپړ شو


د افغاسنتان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین وايي چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبډلو د انتخاب په دوام د سیمرغ البرز لوبډلې تشکیل بشپړ شو.

د دغه فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي ازادي راډيو ته وویل چې د دغې لوبډلې د انتخاب لپاره د شمال په پنځو ولایتونو کې سیالۍ تر سره شوې چې شپږ ویشت غوره لوبغاړي ترې وټاکل شول.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو تر یوه نیمې میاشتې پورې په کابل کې تر سره کېږي او له دې وړاندې د ځينو نورو زونونو لوبډلې معلومې شوې دي.

XS
SM
MD
LG