د لاسرسي لېنکونه

افغان کرکټ بورډ خپل درې کلن پلان له رسنیو سره شریک کړ


Afghanistan -- Afghan cricket board , 24 Aug 2016

د کرکټ بورډ مسؤلینو خپل شپږ میاشتنې راپور او تر څنګ یې د راتلونکو دریو کلونو لپاره خپل کاري پلان له رسنیو سره شریک کړ.

د دغه بورډ مشر عاطف مشعل نن یوې خبري ناستې ته وویل کرکټ بورډ په تېرو شپږو میاشتو کې په اداري، کورني کرکټ، تاسیساتو او پرمختیایي برخو کې بې مخینې کارونه کړي دي.

مشعل زیاته کړه چې دنورو پرمختګونو تر څنګ یې دوی په تېرو شپږو میاشتنو کې د کرکټ د ودې لپاره یوه درې کلنه ستراتیژي هم جوړه کړي ده.

دی زیاتوي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به په هرات، بلخ، او بامیانو کې، درې نړیوال لوبغالي جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG